امنیت

په پروان ولايت کې يوه اندازه کيمياوي توکي اومهمات دامنيتي ځواکونو لاس ته ورغلل .

کابلباختر دثور٢٥
دملي امنيت د لوى رياست منسو بينو دپروان ولايت په مر بوطاتو کې اوه زره پنځه سوه کيلو ګرا مه کيميا وي تو کي او يوه ا ندا زه مهمات ترلاسه کړل .
دملي امنيت د لوى رياست مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبر ورکړ : اوه زره پنځه سوه کيلو ګرا مه استيل ډوله کيمياوي توکي چې دډول ډول هيروئينو په تو ليد کې کارول کيږي ،دبي ام ٢١ توغندي اته ماينو نه ،٤٩ بنډله ثا نيه سوځوونکي فلتې اودډي سي توپ پنځه ګولۍ چې دميوو په درې سوه يوويشتو کريټونو کې ځاى پرځاى شوي وو د ملي امنيت د لوى رياست دمنسو بينو له خوا کشف او ترلاسه شوي دي .
ددغو توکو اومهماتو په کشفولو سره دپروان ولايت په مربوطاتو کې دڅو زړه بوږنونکو ترورستي پيښو مخه نيول شوې ده .
پيښې تر تحقيق اوڅيړنې لاندې دى.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته