امنیت

په افغانستان کې دالقاعدې ديوغړي نيول

١٥_  کابل باختردزمري دمياشتې  ٢٢ :

دالقاعدي دشبکې يو غړي په افغانستان کې دپوځي عملياتو په ترڅ کې ونيول شو.

دغه سړي چې هويت يې  نه دى افشا شوى دغزني ولايت دګيلان ولسوالۍ په مربوطاتو کې دافغان اودناټو دپوځيانو دګډو عملياتو په بهيرکې ونيول شو.

ناټوباختراژانس ته ديوې خبرپاڼې په ليږلوسره وايي چې دالقاعده دغه غړي په غزني ولايت کې ددغې شبکې دترورستي بريدونو رهبري کوله.

ويل کيږي چې دالقاعده دغه غړي هغه وخت چې دافغان او ناټو په پوځيانو دترورستي بريدونو په طرحه کولو بوخت و له خپل پټنځاى  څخه ونيول شو.

په دغوعملياتو کې څوتنه افغانان چې دالقاعده شبکې ته يې کار کاوه هم نيول شوي دي.

دا دالقاعدې شپږم غړي دى چې په روان لمريز کال کې په افغانستان کې  نيول کيږي . مخکې له دې دالقاعدې ددريو قوماندانانو په گډون دالقاعدې پنځه تنه غړي په کونړاونورستان ولايتونوکې دپوځي عملياتوله امله ونيول شول.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته