سیاست

تبصــــره :

– کابل  باخترمرغومي دمياشتې  ١١ :
دټولنې دفرهنګي کچې وده اودعلم ، پوهې اودليک لوست دزده کړې پراختيا په تيره بيا دهېواد دماشومانو دراتلوونکې په باب پانګونه په هېواد کې ديوې اړتيا اولومړيتوب په توګه طر حه دي اودولت هلې ځلې کوي چې ديوې معياري پوهنې په جوړولو او ودې سره دغه هدف ته درسيدو لاره لنډه کړي.
دباختراژانس مبصرليکي:دافغانستان داسلامي جمهوريت جمهور رييس حامدکرزي په خپلو وروستيو راډيويي خبرو کې په دې ترڅ کې چې په هېواد کې دپوهنې دکميت  دودې له امله خوښي څرګنده کړه د اغيزمنې او هراړخيزې پوهنې په ودې باندې  يې ټينګاروکړ.
دافغانستان داسلامي جمهوريت دجمهوررييس دغه خبرې په داسې  حال کې بيانيږي چې په تيرو يوولسو کلونو کې  دپوهنې په برخه کې پانګونه اومعياري اوهراړخيزه پوهنه دافغانستان ددولت دکار په لارښود کې ځاى لري نن ورځ په افغانستان کې په شرايطو برابر اته مليونه سل زره تنه ماشومان دښوونځيو په څوکېو ناست دي ، نن ورځ په افغانستان کې څوارلس زره ښوونځي شته اويوسلو نوي زره تنه ښوونکې دزده کوونکو دلوست چارې په  غاړه لري.
دغه شمير دافغانستان دتاريخ په اوږدو کې  بې سارى دي  . ددې ترڅنګ چې دولتي ښوونځي دهېواد دبچېانو پرمخ پرانستي دي دخصوصي ښوونځيو دفعاليت زمينه هم برابره شوې ده .
په اوس وخت کې  په هېواد کې  پنځه سوه خصوصي ښوونځې فعاليت کوي چې سل زره تنه زده کوونکې پکې زده کړه کوي .
هغه څه چې وويل شول کولاي  شو هغه دهېواد په روزنيز نظام کې ديوبرياليتوب په توګه بولو خو دا وروستۍ خبره نه ده .
دتيروکلونو په تراژيديو کې په پوهنې باندې ځپنده  ګوزارونه وشول . په دغه هېواد کې دليک لوست اودفرهنګ وده ډيره ټيټه شوه .
دافغانستان خلک په دې کار موافقه رايه لري چې دليک لوست اودپوهې نشتوالې دجګړې او وحشت په لور لاره پرانيزي . نن وروځ دافغانستان خلک له دغې ناوړې پديدې څخه سخت بيزاره  دي اوله هغې  څخه دلري والې لاره ښوونځيوته دخپلو بچېانو په استولو کې بولي .
دبچېانو روزنه او دپوهې ترلاسه کول دهرې افغان کورنۍ خيال اودخوب ليدل دي.
سره له دې چې په هېواد کې دپوهنې اودزده کړې په سيستم کې دزياتو برياليتوبونو يادونه کېږي د دغه نظام دلارې پرسرخنډونه پراته دي . لاتراوسه پورې هم د هيواد په ځينو برخو کې ښوونکو او زده کوونکې له ګواښونوسره مخامخ دي نن ورځ هم دښوونځي سوځونې  او له پوهنې سره ددښمني مفکوره شته .
له دې څخه وړاندې دهېواد په يوشمير ښوونځيو په تيره بيا په لري پرتو سيمو کې  لوست معياري نه دي دمسلکي ښوونکو جدي کمښت محسوس دي .
له بلې خوا دښوونځيو کمښت ددې سبب شوي دي  چې په ښوونځيوکې ګڼه ګوڼه زياته شي دا کار ددې  سبب شوي دي  چې زموږ يو شمير ځوانان اونجونې خصوصي ښونځيو ته مخه وکړي . خو له بده مرغه  يوشمير دغه ښوونځي يامعياري نه دي اويا دا چې هغه اجوره اويافيس اولګښتونه چې يو زده کوونکې يې په غاړه اخلي ډيرزيات دي چې دټولنې يو مشخص قشر کولاي شي ددغه شان لګښتونو په ورکولو بريالي شي .
دخصوصي ښوونځيو په پته دهېواد دجمهور رييس دغه خبرې ډيرې دقيقي دي چې وايې (( خلک له تاسو څخه  هيله لري او غواړي چې ستاسو دکار معنوي ارزښت  دهغه دتجارتي اړخ په نسبت زيات وي تاسي بايد له موازينو او مقرراتوسره سم خپل تعليمي کارونه تنظيم کړي  چې دخپل تعليمي مرکز دجوړولو په پيل کې مودپوهنې له وزارت سره ژمنه کړې ده اوله دې لارې ځان ته مشروع عايد او دهيواد بچېانو ته مو سم تعليم ورکړي وي  اوټولنې ته مو ګټه رسولي وي .))
په دې ترڅ کې دهېواد دجمهور رييس دتعليمي نظام ښه والې يوه جدي اړتيابللي ده اوپه کېفيت  باندې يې ټينګار کړي دي.
اوسني فضا له موږ څخه غواړې چې ديوې هر اړخيزي اوله سياسي ، شخصي ، قومي  اوتجارتي سليقو څخه دخلاصې پوهنې  دودې  اوپراختيا لپاره په يوه غږ شو اودپوهنې اودپوهنې دکارکوونکو په ملاتړ سره خپله ټولنه له ناخوالو اوګډوډيو څخه وژغورو .
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته