روغتیا

په المار ولسوالۍ کې شل بستريز روغتون جوړشو

کابل باخترد جوزا دمياشتي٢٣ نيټه :

دفارياب ولايت په المار ولسوالۍ کې پرون دشلو بسترو په ظرفيت يو روغتون پرانستل شو.

باختراژانس ته دالماردولسوال دڅرگندونوله مخې دغه  روغتون  له نشه يي توکو سره دمبارزې دچارو وزارت له بودجي څخه ددوه سوه پنځوسو زرو امريکايي ډالر وپه لګښت په يو پوړ کې جوړشوي دي  چې  دداخلي ، ماشومانو ،  ولادي اونسايې اوداورتوپيدي په برخو کې روغتيايي خدمتونه وړاندې کوي .

دالماردولسوال دڅرګندونوله مخې  همد ااوس ددوو تنو ښځينه ډاکترانو په ګډون شپږتنه ډاکتران په دغه  روغتون کې موظف دي .

ويل کيږي چې دفارياب ولايت دقيصار  ، لولاش  اودکوهستاناتو په ولسواليو کې هم   دنشه يي توکو پرخلاف دمبارزي دچارو وزارت دبودجي په لګښت ددريو نورو روغتونونو دجوړولو کار دوام لري .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته