غزني باختر د لړم د مياشتې ٢٠ نيټه :
لس تنه ډار اچوونکي تېره شپه په غزني ښارکې ووژل شول.
د غزني د والي وياند محمد عارف نوري د باختر آژانس خبريال ته وويل چې دغه ډار اچوونکي هغه وخت ووژل شول چې د غزني ښار د شهباز خان په امنيتي پوستې بريد وکړ.
د دغې نښتې له امله څو تنه نور ډار اچوونکي هم ټپيان او نور له سيمې څخه وتښتيدل.
نوري زياته کړه چې د دغه بريد له امله پنځه تنه پوليسان شهيدان او درې تنه نور ټپيان شول.
پاى سعيده ذ
0 د یوې دقیقې څخه لږ