امنیت

يو ډاراچوونکي په ننګرهار کې ونيول شو

کابل/ دتلې١٠مه / باختر:
يو تروريست پرون دننګرهار دمرکز جلال اباد ښار په کابل هډه کې دسرحدي لوا په  رنجر موټر دلاسي بم دغورځولو په وخت کې ونيول شو.
دننګرهار دسرحدي لوا يو مسوول وايي ؛  دغه ډاراچوونکي کله يې چې بم په رنجر موټر وغورځاوه دسړک په ګلدان کې ولويد  چې دچاودنې له امله يې  دوه تنه ملکي وګړي برسيرن ټپيان شول.
ده وويل : دغه ډاراچوونکى  چې غوښتل وتښتي ، ونيول شول.
پاى سعيده ذ

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته