سیاست

د ارزګان ولايت دګيزاب ولسوالۍ مشرانو ددغه ولايت د پوهنتون په چوکاټ کې د ښوونې او روزنې دپوهنځى د جوړولو غوښتنه وکړه

کابل  باخترکب  دمياشتې  ٢٠ :
د ارزګان ولايت دګيزاب ولسوالۍ مشرانو دافغانستان داسلامي جمهوريت له جمهور رييس حامدکرزي سره په  کتنه کې خپلې سيمه ييزې ستونزې طرحه کړې .
دجمهوري رياست مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته خبرورکړ:
په دې کتنه کې چې پرون له غرمې وروسته په ارګ کې وشوه؛ د ارزګان والي اميرمحمداخوندزاده هم حاضر و. په ولسي جرګه کې د ارزګان دخلکو وکيلانو  ميرمن ريحانې آزاد، عبيدالله بارکزي او حاجي محمدداود د نورو په استازيتوب خبرې وکړې.
دګيزاب ولسوالۍ مشرانو وويل چې په دغه ولايت کې، په تيره بيا په ګيزاب ولسوالۍ کې سربېره پردې چې هلکان په ښوونځيوکې په زده کړه بوخت دي؛   نجونې هم په زياتې علاقمندۍ سره دعلم اوپوهنې زده کړه کوي.
دوى دغه راز د ارزګان پوهنتون په چوکاټ کې د ښوونې او روزنې د پوهنځي  د جوړولو غوښتنه وکړه  چې اوس د حقوقو او ادبياتو پوهنځي لري .
وکيل عبيدالله بارکزي دخبرو په ترڅ کې په دغه ولايت کې امنيتي حالت مثبت وباله، په ګيزاب ولسوالۍ کې يي د رايې ورکولو د مرکزونو دټاکلو په مقصد د انتخاباتو دخپلواک کميسيون د هيئت د استولو او په راتلوونکې کې د رايې ورکولو د کارتونو د ويشلو غوښتنه وکړه .
دګيزاب ولسوالۍ مشرانو په دې کتنه کې سربېره پردې چې د يو سړک د جوړولو، دګيزاب ولسوالۍ د ولايت له مرکز سره نښلوي؛ غوښتنه وکړه. له جمهور رييس څخه يې وغوښتل چې د بېلابېلو سکټورونو وزيران دې د بيارغونې د کارونو دپرمختګ  د څيړنې لپاره دغه ولايت ته واستوي .
دافغانستان داسلامي جمهوريت  جمهور رييس حامدکرزي د ارزګان ولايت د ګيزاب ولسوالۍ د مشرانو د وړانديزونو اوغوښتنو له اوريدو وروسته، د هغو پرمختګونو له امله چې دپوهنې او روغتيا په برخوکې شوي دي؛ خوښي څرگنده کړه او ويې ويل چې حکومت به د دوى د نورو غوښتنو په باب لازم اقدامات وکړي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته