امنیت

په پکتیا کې یو پولیس شهید شو

کابلباختر د غبرګولي د مياشتې ٧مه
د پکتیا د آریوب ځاځیو ولسوالۍ یو پولیس پرون د وسله والو مخالفينو په کمین کې د پکتیا د احمد خیلو په ولسوالۍ کې شهید شو .
د دغه برید له امله یو ټپي پولیس د وسله والو مخالفانو له خوا اسیر شوى دی .
د پکتیا د والي ویاند عبدالله حسرت د باختر آژانس سیمه ییز خبریال ته وویل چې د آریوب ځاځي ولسوالۍ پولیس چې غوښتل یی یو وسله وال مخالف د پکتیا مرکز ته لیږدوي، د احمد خیلو ولسوالۍ په مربوطاتوکې د مخالفينو له کمین سره مخامخ شو چې له امله یی یو پولیس شهید او یو بل ټيي پولیس د هغوى له خوا اسیر شو او اسیر شوی مخالف په نښته کې ووژل شو.
پاى_سعیده

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته