اقتصاد

په پکتیا کې د ۱۰۸ میلیونو افغانیو په لګښت بېلابېلې پروژې پلي کېږي

ګردیز باختر د غبرګولي  د میاشتې ۲۲ مه
په نږدې راتلونکي کې به د پکتیا ولایت په بېلابېلو سیمو کې د  یو سلو اته  مېلیونو افغانیو  په لګښت بېلابېلې پروژې پلي شي.
په دغو پروژو او قراردادونو کې سړکونه، روغتیايي مرکز، زېرمه خونې، بزګرانو ته  د زعفرانو د تخم رسول،د ویالو جوړول،استنادي دیوالونه،د ښوونځیو لپاره د  اړینو توکو رانیول،د هټیوالو سره د  قراردادونو نوي کولو او  د قبایلو چارو ریاست د  اعاشوي  توکو  قرارداد شامل دي.
د پکتیا ولایت والي شمیم  خان  کټوازي  د  باختر اژانس سیمه یېز خبریال ته  وویل چې ولايتي ادارې هڅې پیل کړې، څو په دغه ولایت کې د بیا رغونې، پوهنې او د روغتیا په برخو کې کارونو ته لومړیتوب ورکړي.
کټوازي زیاته کړه  چې ټولو ادارو ته یې لارښوونه کړې ؛څو له دغو پروژو څخه په سم ډول څارنه وکړي او له ولایتي ادارې سره یې معلومات وخت پر وخت شریک کړي.
پای/وصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته