لښکرګاه باختر د غبرګولي دريمه :
په هلمند ولايت کې پوځيانو ديولړ چاودنو مخه ونيوله .
امنيتي مامورينو نن سهار هغه اووه ماينونه چې دلښکرګاه ښار او دسنګين ولسوالۍ ترمنځ لاره کې ځاى پرځاى کړى شوي و ، کشف او شنډ کړل .
دهلمند ولايت يوه امنيتي مقام دباختر اژانس خبريال ته وويل چې دغه ماينونه دطالبانو له خوا د لښکرګاه ښار او دسنګين ولسوالۍ ترمنځ لاره کې ځاى پرځاى کړى شوي و چې دپوځيانو له خوا شنډ کړى شول .
ددغو ماينونو دښخولو دعاملينو دنيولو لپاره پلټنې دوام لري .
0 د یوې دقیقې څخه لږ