سیاست

د جمهور رئیس غني په مشري د زېربناوو د پلان غونډه وشوه

کابلباختر د وږي د مياشتې١٧
د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهور ریيس محمداشرف غني تر مشري لاندې تيرماښام د زېربناوو د پلان غونډه وشوه.
دجمهور رييس د وياند دفتر باختر آژانس ته خبر ورګړ.
په پیل کې په زېربنایي چارو کې د جمهور رئیس سلاکار ډاکټر همایون قیومي  د زېربناوو عمومي پلان بحث ته وړاندې کړ. په غونډه کې د زېربناوو د دریو شوراګانو د دندو لایحه هم وړاندې شوه.
په دې دریو شوراګانو کې د زېربناوو د پراختیا شورا د ښار جوړونې ، انرژي  او اوبو، فواید عامې،دکلیودبيا جوړولو او پراختیا، د کانونو او مالیې وزارتونوڅخه جوړه ده.
د انساني پانګې د پراختیا شورا د عامې روغتیا، پوهنې ، لوړو زده کړو، کار او ټولنیزو چارو، د ښځو چارو، اقتصاداود مالیې له وزارتونواود مرکزي احصایې ادارې څخه تشکیل شوې.
د اتصالاتو  او د سیمه ییزو اقتصادي همکاریو شورا له بهرنیو چارو، فوایدعامې ، اقتصاد، ټرانسپورت، د مخابراتو او مالیې وزارتونو او د ملکي هوایي چلند او د اورګاډي د کرښې او واټونوله ادارو څخه جوړه ده.
جمهور رئیس د غونډې د برخوالوتر هر اړخیز بحث وروسته د زیربناوو په اړه څو مهمو ټکو ته په اشارې وویل، افغانستان د زېربناوو په برخه کې د تحول لپاره اوږدمهاله او ارزانو پورونو ته اړتیا لري، خوافغانستان باید د پورونو تر اخیستلو وړاندې د سرچینو د اغيزمن مصرف په برخه کې د معیاري سیستم او میکانیزمونو رامنځته کولو ته پام وکړي.
جمهور رئیس غني د زېربناوو په برخه کې د دولت د ظرفیت  رامنځته کېدل اساسي شرط وباله او وې ویل، تر ټولو مخکې دا مهمه ده چې د زېربناوو د مصرفي والي او تولیدي والي پر بنسټ دا معلومه کړو، چې کومې زېربناوې څومره اقتصادي عاید راکولای شي  اوکومو زېربناوو ته باید  لومړیتوب ورکړ شي؟
جمهور رئیس د زېربناوو د احیا لپاره د برېښنا او اوبو مدیریت اساسي شرط وباله او وې ویل، افغانستان باید د بندونو د جوړېدلو په برخه کې خپل مطالعات عاجل بشپړ، د کوچنيو او منځنیو بندونو د جوړولو لپاره مشخص معیارونه وضع او په دې برخه کې لازم تخصص رامنځته کړي.
د هېواد جمهور رئیس د مواصلاتو په برخه کې هوایي ډګرونو، لویو لارو، د اورګاډي کرښو، نوري فایبر، د غازو نل لیکې، کانالیزاسیون ته اشاره وکړه او وې ویل، افغانستان د هوایي ډګرونو په برخه کې پرمختګ لري، خو دا ستراتیژي نه لري، چې څنګه هوایي ډګرونه په ملي پانګه او د صادراتو په درشلونو بدل کړي. هغه وویل، د لویو لارو په برخه کې جدي مطالعاتو ته اړتیا ده، چې د لویو لارو عمر او د حفظ و مراقبت لګښتونه اټکل شي.
جمهور رئیس محمد اشرف غني د لویو لارو په هرو شپېتو تر نوي کیلو متره پورې  د ساتني او څارنې دسمبالولو و مرکزونو جوړول حتمي وبلل او زیاته یې کړه، ددې مرکزونو وسایل به په فارغو وختونو کې د کلیو د پراختیا او د ولسونو د ګټې لپاره وکارول شي.
جمهور رئیس دغه راز د اورګاډي د حلقوي کرښې جوړېدل ضروري وګڼل او زیاته یې کړه، چې  د ځمکې اداره باید د زېربناوو د پلان او نقشو له بشپرېدلو سره سم د ځمکو استملاک پیل کړي.
جمهور رئیس دغه راز د زېربناوو په برخه کې له خصوصي سکتور سره په شراکت ټینګار وکړ او په دې برخه کې یې د پورونو د موثر سیستم رامنځته کېدل، چې د شرکتونو لایسنس او د ملکیتونواسناد په ضمانت کې قبول کړي اړین وبلل.دغه راز یې د انډوليزې پراختیا لپاره د شلو سرحدي ولایتونو په ترانزیتي کولو ټینګار وکړ .
جمهور رئیس غني د زېربناوو د پلان چمتو کول، د اولویتي زېربناوو ټاکل، د زېربناوو د لګښتونو د مالي اټکل او د زېربناوو د ډيزاین، څارنې او تطبیق په برخه کې د دولتي ظرفیت رامنځته کېدل مهم پړاوونه وبلل.
په دې کتنه کې چې په ارګ کې ترسره شوه، د مالیې وزیر اکلیل حکیمي، د فواید عامې وزیر انجینر محمود بلیغ، د کلیودبيا جوړولو او پراختیا وزیر نصیراحمد دراني، د انرژي او اوبو وزیر علي احمد عثماني د ښار جوړولو چارو وزیر سیدسعادت نادري او د پوهنې وزارت مالي او اداري معین داکتر سیدحمیدالله هم حضور درلود.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته