کابل باختر دمرغومي درې ويشتمه
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمد اشرف غني نن له غرمې مخکې د یو لړ تشریفاتي مراسمو په ترڅ کې د اسټرالیا د نوې سفیرې مېرمن نیکولا ګورډن سمیت باورلیک ومانه.
دجمهوررييس دوياند دفترباخترآژانس ته خبرورکړ.
د باورلیک دوړاندې کولو په دغو مراسمو کې چې په ارګ کې پرځاى شول، دواړو لورو د افغانستان او اسټراليا ترمنځ په بېلابېلو برخو کې د اړیکو پر پراختیا او همکاریو بحث او خبرې وکړې.
جمهور رئیس غني له افغانستان سره د اسټرالیا د مرستو او همکاریو د مننې ترڅنګ د دغه هېواد نوې سفیر ې ته په دغه ماموریت کې د بریا هیله وکړه.
ورپسې اغلې ګورډن سمیت په افغانستان کې پر خپل ماموریت خوښي څرګنده کړه وې ویل، کوښښ به وکړي چې د افغانستان او اسټرالیا ترمنځ مناسبات تر پخوا لا پراخ شي. # پاى- ع