امنیت

ديوه ځانمرګي يرغلګر په ګډون پنځه تنه ډار اچوونکي ونيول شول .

کابل باختر دمرغومي پنځلسمه :
دملي امنيت دلوى رياست منسوبينو په کاپيسا ولايت کې دخاصو عملياتو په ترڅ کې يوځانمرګى يرغلګرونيوه .
دملي امنيت دلوى رياست  يوه خبرځاى باختراژانس ته خبر ورکړ. دکاپيسا ولايت داله ساى ولسوالۍ اوسيدونکى امام ګل دولي محمد زوى له يوتن همکارسره يې کله يې چې غوښتل په چاوديدونکو توکو بارموټرسايکل سره دکاپيسا ولايت په مرکز محمود راقي  ښار کې ځانمرګي بريد ترسره کړي  دملي امنيت دلوى رياست دمنسوبينو له خوا ونيول شول .
ديوبل خبر له مخې، دملي امنيت دلوى رياست موظفينو درې تنه ډار اچوونکي چې دسمنګانو ولايت دروي دواب ولسوالۍ په مربوطاتو کې دورانکارو فعاليتونو په ترسره کولو  او دماينونو په ښخولو بوخت و له دووجوړو شويو بوشکه يي ماينونو ، ددوه اتيا ملي متري توپ له شپږو ماينونو، دتوغندي ويشتوونکي له څلورو ماينونو ، دهاوان  له دريو ماينونو  ، دتوپ له اتو سرګلولو او دپيکا له دوه زره ګوليو سره ونيول .
ددغو ډار اچوونکو په نيول کيدو سره دڅو ډار اچوونکو پيښو او په وينه او خاوره کې دخلکو دلړلو او لت پت کولو مخه ونيول شوه .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته