امنیت

اووه لس ښځې د سرپل په پوځي واحدونوکې وګومارلې شوې

کابل – باختر د وږي دمياشتې  ٧
اووه لس ښځې د لومړي ځل لپاره له پوځي زده کړو وروسته د سرپل ولايت په پوځي قطعاتوکې وګومارلې شوې.
دغه ښځې څلور مياشتې د سرپل په پوځي اکاډمى کې پوځي زده کړې کړې دي.
د سرپل والي عبدالجبار حقبين د باختر آژانس خبريال ته وويل: دغه ښځې د افسرۍ په درجه زده کړې کړې دي او د پوځي قطعاتو د پياوړتيا لپاره د دغه ولايت په ځينو سيموکې ګومارلې شوې دي .
د سرپل والي د دغه ولايت په پوځي قطعاتوکې د ښځو ګومارل د پوځي خدمتونو د ښه والي په لاره کې يو ګام وباله او له کورنيو څخه يې وغوښتل چې خپلو نجونو ته په پوځي واحدونوکې دکار اجازه وره کړي.
د سرپل ولايت امنيه قوماندان نور محمدګلبهاري له دغو ښځوڅخه وغوښتل چې د خپلو ورونو په شان د افغانستان د امنيت د تامينولو د دفاع په لاره کې هلې ځلې وکړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته