امنیت

په هرات کې د ډار اچوونکو د وسلوکشفول

کابل باختردتلې د مياشتې  ٢  :
په هرات ښارکې د تروريستي ډلو يوه  زياته اندازه وسلې او مهمات کشف  او ضبط شول .
د هرات ولايت د ملي امنيت د رياست کارکوونکو په يوه همغږي عملياتوکې  بريالي شول چي د ياغيانو يوه اندازه وسلې او مهمات چې د هرات ښار ته  ليږدول کيدل؛ کشف  کړي.
د هرات والي محمدآصف رحيمي په يوه خبري غونډه کې د ملي امنيت د رياست  د کارکوونکو د همغږو او اغيزمنو هلوځلو له امله د مننې په ترڅ کې وويل چې دغه وسلې چې ٧١ تومانچې، ٥١ کلاشينکوفونه او نورې ډول ډول وسلې پکې شاملې دي؛ د خوست له ولايت څخه بار شوي و.
د هرات د والي د څرګندونوله مخې: تروريستانو غوښتل چې دغه وسلې او مهمات د مرکزي ولايتونو له لارې هرات ته وليږدوي او په تروريستي بريدونوکې ورڅخه استفاده وکړي.
تروريستانو غوښتل دغه وسلې او مهمات په شينډنډ ولسوالۍ کې خپلو افرادو
ته وسپاري چې په تروريستي فعاليتونو کې ورڅخه استفاده وکړي.
ويل کيږي د دغو وسلو او مهماتو د ليږدونې په اړوند د خوست ولايت يو تن اوسيدونکى هم نيول شوى دى.
ويل کيږي د دغو وسلو او مهماتو په کشفولو سره په تروريستانوسخت ګوزار شوى دى  او د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې مخه نيول شوې ده.

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته