سیاست

جمهور رئیس غني د آستراليا د بهرنيو چارو له وزيرې جولي بيشاپ سره وکتل

کابل_باختر_ د سلواغې د مياشتې٦مه:
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئيس محمد اشرف غني نن غرمه د آستراليا د بهرنيو چارو له وزيرې مېرمن جولي بيشاپ سره په ارګ کې وکتل.
د جمهوري رياست مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
په دې کتنه کې دواړو لورو د سولې، امنيت، اقتصاد، د تروريزم پر وړاندې د مبارزې او د افغانستان لپاره د آستراليا هېواد د مرستو په اړه خبرې وکړې.
جمهور رئيس غني مېرمن بيشاپ ته د ښه راغلاست د ويلو په ترڅ کې د آستراليا د ملي ورځې په مناسبت، چې نن وه، مبارکي وویله.
جمهور رئیس د افغانستان د خلکو لپاره د آسترالیا د ځواکونو له قربانيو او د هغه هېواد له مرستوڅخه چې د څه د پاسه يوې لسيزې په بهيرکې يې له افغانستان سره کړې دي، مننه وکړه.
د آستراليا د بهرنيو چارو وزيرې مېرمن جولي بيشاپ د خپل حکومت او خلکو په استازيتوب وويل چې هېواد يې له افغانستان سره د اوږد مهالې همکارۍ لپاره ژمن دی او افغانستان چې په هره برخه کې اړتیا ولري، آستراليا يې د مرستې لپاره چمتووالی لري.
آغلې بيشاپ زیاته کړه چې زموږ یوازينۍ هيله دا ده چې افغانستان په یوه سوله ييز، باثباته او سوکاله هېواد بدل شي.#

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته