امنیت

د ملي امنيت سلاکار : دامريکايي ځواکونو د پاتي کيدو په باب خبري نه دې بشپړې شوي

کابل باختر دغبرګولي  دمياشتې  ٣٠:
په داسې حال کې چې امريکايي مقامات له  ٢٠١٤ ميلادي کال وروسته په افغانستان کې  د دغه  هېواد دڅه د پاسه لسو  زرو تنو د پاتې کيدو خبره  کوي .
يو افغان مقام ويلي دي  سره له دې چې د افغانستان او امريکا ترمنځ امنيتي
تړونونه   نه دى لاسليک شوى خو امريکايي مقاما تو  په افغانستان کې له  ٢٠١٤ ميلادي کال وروسته  ددغه هېواد دڅه دپاسه لسو زرو تنو عسکرو د پاتې کيدو خبره کوي.
٢٠١٤ ميلادي کال په افغانستان کې دبهرنيو ځواکونو دشتون پاى دى خو دامريکا په ګډون  نړيواله ټولنه  انديښنه لري چې دبهرنيو دغه انديښنه په  نه شتون کې  القاعده او نورې  تروريستي ډلې سر پورته  کړي.
دغه انديښنه دامريکايي  او دځينو نورو لويديځو  مقاماتو ترمنځ طرحه ده په داسې  حال کې  چې افغان مقامات د هېواد دامنيتي ځواکونو په وړتيا باور لري چې  حالت  به  له کنترول څخه  ونه  وځي .
په داسې حال کې چې امريکا په   افغانستان کې  دلسو زرو تنو عسکرو  احتمالي پاتې کيدل تائيدوي  خو دجمهوري رياست دملي امنيت سلاکار ډاکتر رنګين دادفر سپنتا وايي چې دغه خبره نه  ده بشپړه شوې .
د جمهوري رياست د ملي امنيت سلاکار يوې خصوصي راډيو ته ويلي دي چې په  افغانستان کې له ٢٠١٦ کال وروسته  زرو تنو ته دامريکايي ځواکونو کمښت وروستۍ  خبره  نه  ده  اوهغه شمير امريکايي عسکر چې په افغانستان  کې به پاتي  شي دامنيت  د حالت له مخې به مشخص شي .
افغان مقامات له امريکايي مقاماتو څخه غواړي مخکې له دې چې ددواړو هېوادونو ترمنځ  امنيتي مواقفه ليک  لاسليک شي لازمه ده چې امريکا دې په افغانستان کې  د تروريزم و امنيت په باب مشخص  تعريف وړاندي کړي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته