فرهنګ

دخپرونو دچارو معين : که چيرې دکاپي رايت قانون رعايت شي فرصت غوښتوونکو او ادبي غلوته فضا محدوديږي .

کابل باخترد ليندي پنځه ويشتمه :
داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت دخپرونو دچارو معين فاضل سانچارکي نن دعازم خپرولو له رييس او دافغانستان دژورناليستانو دملي اتحاديې له رييس سره په يوه  ګډه خبري غونډه کې وويل که چيرې د کاپي رايت قانون رعايت شي فرصت غوښتوونکواو ادبي غلو ته فضا محدوديږي .
ده دغه راز په دې خبري غونډه کې دعازم دخپرونو له موسسې څخه وغوښتل چې دخپلې چاپ خونې دروازه دې پرانيزي او دچاپ او خپرونو کارته دې دوام ورکړي .
دباختراژانس دخبريال دخبرله مخې ، دعازم خپرونو موسسې له هغه وروسته چې د ډاکتر رنګين  دادفرسپنتا  دروايت، دافغانستان دسياست  دکتاب دپي دي اف نسخه دټولنيزو شبکوله لارې په غير قانوني ډول چاپ  شوه داعتراض په دود يې  خپل نشراتي فعاليت وځنډاوه
فاضل سانچارکي په دې غونډه کې په صراحت سره طرحه کړه چې ادبي اوفرهنګي غلا او دنورو په ادبي اثارو تيرى غير اخلاقي کار دى او دانسان دبرخليک او اخلاقو سره په تضاد کې دى .
دخپرونو دچارو معين دکاپي رايت په قانون کې ځينو نيمګړتياو ته په اشارې سره وويل چې دغه قانون بيا کتنې ته جدي اړتيا لري .
ده سره له دې چې له حکومتي  لارو ددغې موضوع په تعقيبولو باندې تينګار وکړ دادبي اثارو دچاپولو ، ژباړنې او خپرولو په برخه کې دعازم دخپرونو دموسسې کار ګټور وباله او له دغه بنسټ  له مسوولانو څخه يې وغوښتل چې خپلې اړوندې چارې له سره پيل کړي .
دغه راز په دې غونډه کې دافغانستان دژورناليستانو دملي اتحاديې  رييس  فهيم دشتي  خبرې وکړې او ويې ويل يوه له هغوموضوعګانو څخه چې دچاپ صنعت ته زيان رسوي دکاپي رايت دقانون نه رعايتول دي . چې  بيلګه يې  د ډاکتر  رنګين دادفر سپنتا دکتاب کاپي اخستل دي چې ديوشمير اشخاصو له خوا کاپي شوى  او برقي نسخه يې په غير قانوني ډول په ټولنيزو رسنيو کې ايښودل شوې ده .
ده زياته کړه بايددکاپي رايت قانون بيا وڅيړل شي او هغه موادو چې مبهم  دي او ستونزه لري   تعديل شي .
وروسته دعازم دخپرونو دموسسې رييس   ډاکتر اجمل عازم خبرې وکړې او ويې ويل چې دعازم دخپرونو موسسه يوستر مرکز د ى او په دې بريالي شوى دى چې په طبي ژورناليزم  سياست او په نورو برخو کې يولړ اثار چاپ او خپاره کړي .
ده وويل چې سياست  افغانستان روايتي از درون ) کتاب  چې د ډاکتر رنګين دادفرسپنتا اثر دى ، په دې مرکز کې چاپ او خپور شو خو دهغه له خپريدو وروسته  برقي نسخه يې دځينو اشخاصو له خوا په ټولنيزو رسنيو کې ايښودل شوې ده اوموږ ددغې ادبي غلا په خاطر لس  ورځې کيږي چې داعتراض په توګه مو دچاپ دغه مرکز شړلى دى .
ده ددغه مرکز دبيا پرانستلو په خاطر دخپرونو دچارو دمعين  دغوښتنې په اړوند وويل چې دعازم دخپرونو موسسه دچاپ او خپرولو فعاليت نن له سره پيلوي .    ختم_ ف _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته