امنیت

دوه تنه پاکستاني ښځې په کونړکې د نشه يي توکو د قاچاقو په وخت کې ونيول شوې

کابل – باختر د ليندۍ دمياشتې ٢٠
دوه تنه پاکستاني ښځې پرون په کونړ ولايت کې د نشه يي توکو د قاچاقو په وخت کې د امنيتي ځواکونو له خوا ونيول شوې.
رابعې او ارشادې کله يې چې غوښتلې ١٢ کيلوګرامه اپين د کونړ له ولايت څخه پاکستان ته وليږدوي؛ د امنيتي ځواکونو له خوا ونيول شوې.
د کونړ ولايت يوه امنيتي مسوول د باختر آژانس خبريال ته وويل چې دغه دوه تنه پاکستاني ميرمنې نشه يي توکي په خپلو جاموکې ځاى پرځاى کړي و.
دغو دوو ښځو په ابتدايي تحقيقاتوکې اعتراف کړى دى چې څو ځلې يې له افغانستان څخه نشه يي توکي د ډيورند کرښې اخوا ته ليږدولي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته