کابل باختر د سلواغې يو ويشتمه :
دفوټبال دبي ګروپ سياليو پرون مازيګر په کابل کې په دوو لوبو سره دوام وموند . دکابل دفوټبال فدراسيون مرستيال عبدالبصير قيومي دباختراژانس خبريال ته وويل: په لومړۍ لوبه کې دشاه کلپ ټيم دصفر په وړاندې په يوې ره د پوهنې ټيم ته ماتې ورکړه او په بله لوبه کې دروستا ټيم دصفر په وړاندې په دوو سره دنويد ميوند پرټيم بريالى شو .
دغه سيالۍ دنهه ويشتو ټيمونو ترمنځ په غازي لوبغالي کې پيل شوې دي چې په دوام کې يې نن دانصاري ټيم له توحيد ټيم سره او دپنجشير دځوانانو ټيم د ياران شمال له ټيم ره لوبې کوي
0 د یوې دقیقې څخه لږ