سیاست

حاجي رفيع الله ګل افغان دبريتانيا دحکومتوالي له سلاکارې سره وکتل .

کابل باختر دسلواغي اتمه
  دمشرانو جرګي دويم نايب  حاجي رفيع الله ګل افغان نن دبريتانيا دحکومتوالي له سلاکارې ميرمن حنا روبرتس سره دخپل کار په دفتر کي وکتل .
   دمشرانو جرګي مطبوعاتي دفتر باختر اژانس ته خبر ورکړ .
ددغې کتنې محور دپارلماني اړيکو ټينګښت او دافغانستان له پارلمان ، ولايتي شوراګانو او پرمختيايي شوراګانو سره دانګلستان راتلونکي مرستي وي .
دمشرانو جرګي دويم نايب دافغانستان په بيا جوړولو کې دنړيوالې ټولنې او په تيره بيا دبريتانيا دهمکاريو له امله مننه وکړه او ويي ويل دى ته اړتيا ده چې دغه هيواد دافغانستان دملي شورا لپاره دمستقلې راديويي تلويزيوني شبکي په جوړولو ، دمشرانو جرګي ددارالانشا غړو او کارکوونکو ته دروزنيزو سفرونو دزميني په برابرولو او دهغوى دکار ظرفيت  په لوړولو کې همکاري وکړي او زياته يې کړه چې پارلماني انستيتوت  دبودجې دکمښت په نسبت نه شي کولي دملي شورا دغړو او کارکوونکو روزنيزو اړتياو ته ځواب ووايي .
په مقابل کې  دبريتانيا دحکومتوالي سلاکارې ميرمن حنا روبرتس  له افغانستان سره دخپل متبوع هيواد دمرستو ددوام په ژمنې  سربيره تياري څرګند کړ چې دوړاندې شويو پيشنهادونو په باب به له اړوندو مراجعو سره په اړيکه کې  لازم اقدامات وکړي .
  دغه راز دمشرانو جرګي دويم نايب دځينو سناتورانو په شتون ، دافغانستان دځوانانو دمدني مرکز  له مشرتابه هيئت سره دخپل کار په دفتر کې وکتل او دهغوي ستونزي يي واوريدي .
  په دې کتنه کې ددغه مرکز رييس فردين فدايي او ددارالانشا مسوولې بصيرې غوثي خپل  کاري فعاليتونه څرګند  کړل او ويې ويل چې دځوانانو دظرفيت دلوړولو ، په نشه يي توکو دهغوى دروږدي کيدو دمخنيوي او په نشه يي توکو داروږدو کسانو  ددرملنې په لاره کي به تعليمي او روغتيايي مرکزونه جوړ کړي او زياته يې کړه سره له دې چې داطلاعاتو او فرهنګ وزارت   دځوانانو معينيت له دغه مرکز سره همکاري نه کوي بلکي په ځينو مواردو کې ددغه مرکز مسوولين  ګواښوي هم .
دوى دځوانانو دستونزو په اوارولو کې ددغه معينيت فعاليتو نه ناکافي وبلل او ددغه معينيت له خوا دځوانانو دعالي شورا جوړول يې يو نمايشي اقدام وباله .
دسنا مجلس  دويم نايب دمدني ټولنې درول په باب  دخبرو په ترڅ کې وويل  چې ځوانان دهرهيواد دراتلونکي جوړونکي دي او بايد دهيواد ټول ځوانان يوبل ته لاسونه ورکړي او ديو ټاکلي هدف په لاره کې چې هماغه دهيواد ترقي او پرمختګ دي ، هلې ځلې وکړي او ژمنه يې وکړه چې داطلاعاتو او فرهنګ وزارت دځوانانو له معين او دځوانانو دمدني مرکز له مشرتابه هيئت سره په يوه مشورتي غونډه کې به ددغو ستونزو دحل کولو په باب خبري وشي .
  دغه راز دپارلماني  پياوړتيا پروژې له خوا دکميسيونونو دڅارنې دڅرنګوالې په باب دمشرانوجرګي دکميسيونونو ددستيارانو لپاره روزنيز ورکشاپ نن دملي شورا په مقر کې جوړ شو .
  دمشرانوجرګي ددارالانشا لوي رييس محمد کاظم ملوان ددغه ورکشاپ دپرانستلو په وخت کې وويل چې دقانون واکمني  دټولنې ډيره مهمه اړتيا ده دملي شورا دنده دقانون دتصويب په اجرائيه قوې دڅارنې او دخلکو داستازيتوب  په ګډون درې مولفي دي او پارلمانونه دحکومت په پاليسيو دهغو په عملونو دڅارنې له لاري ، له ملي ګټو سره سم کولي شي په دغومولفو برلاسي شي او ټينګار يې وکړ چې په روزنيز پروګرام کې داړوندو لورو ونډه اخستنه مهمه ده اوبايد دغه دستياران په علاقمندي سره پکې ګډون وکړي او دخپلو نظريو په وړاندې کولو سره دي دغه پروګرام بډاى کړي او هم يې څرګنده کړه چې دکميسيونونو له خوا  څارنه ، په اجراييه قوې ګټوره څارنه ده او دمشرانوجرګي دولس ګونو کميسيونونو تل په کارنده توګه کار کړي دي چې دڅارنې بهير جاري وساتي .
  دپارلماني پياوړتيا دپروژې رييس ډاکتر ديويد ګوبند وويل چې په دې دوه ورځني ورکشاپ کې به دنظارتي فعاليتونو ، پلان جوړولو ، داجندا دبرابرولو ، ولايتي سفرونو ، داحتمالي چلنجونو او انديښنو او په دغو چلنجونو دبرياليتوب دلارو چارو په باره کې دکميسيونونو ددستيارانو درول په ګډون د عمومي موضوعګانو په باب خبرې وشي او څرګنده يې کړه چې ديو عمل په باب نظارتي فعاليتونه ترسره کيږي او دکميسيونونو له دستيارانو څخه يې وغوښتل چې په خپلو خبرو او تجربو سره دغه ورکشاپ تعقيب کړي او دڅارنې په بهير کې دې له کميسيونونو سره همکار واوسي .
  دغه راز دمشرانو جرګي ددارالانشا لوي ريس محمد کاظم ملوان نن دبريتانيا دحکومتوالي له سلاکارې ميرمن روبرتس سره دخپل کار په دفتر کې وکتل .
  په دې کتنه کې دمشرانو جرګي ددارالانشا لوي رييس په بيلابيلو برخو  په تيره بيا دغړو او کارکوونکو دکاري ظرفيت دلوړولو او دپارلماني چارو دانستيتوت دښه تنظيم په برخه کې ددغه هيواد  دهمکاريو په دوام باندې ټينګار وکړ چې دميرمن روبرتس له خوا په دغو مواردو کې همکاري څرګنده شوه .
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته