-کابل باختر د تلې د مياشتې ١ :
ديوې ښځې په ګډون څوارلس تنه بنديان د ننګرهار ولايت له مرکزي جيل څخه آزاد شول.
دغه کسان د نيکمرغه لوى اختر په مناسبت د افغانستان د اسلامي جمهوريت د جمهور رييس محمد اشرف غني له فرمان سره سم له بند څخه آزادشول.
دننګرهار ولايت دمرکزي جيل مسوول مير حضرت ستانکزي د باختر آژانس خبريال ته وويل چې دغه کسان ددوى د نسبتي دوسيوله څيړنې وروسته له بندڅخه آزاد شوي دي.
آزاد شوي،هغه کسان دي چې له بند څخه يې لنډه موده پاتې وه او هم ځينو يې سپک جرمونه تر سره کړې وو.
0 د یوې دقیقې څخه لږ