امنیت

خلکو په غور ولايت کې دطالبانو تش په نامه ولسوال وواژه

غورباختردوري دمياشتې ١٣ :

غورولايت د دولينه ولسوالۍ لپاره دوسله والو طالبانو تش په نامه ولسوال ددغې ولسوالۍ دخلکو له خوا ووژل شو.

مولوى نورعلي دجمعي په شپه  کله يې چې غوښتل  دچهاربرجک په نامه کلي کې خلک دزور له لاري دعشر اوزکات ورکولو ته  اړباسي  ددغو اوسيدونکو دوسله وال بريد له امله ووژل شو.

دغورولايت دملي امنيت يوتن مسوول له باختراژانس سره په اړيکه کې دغه پيښه تائيد کړه .

ده وويل  چې په پيل کې  خلکو دعشر اوزکات دورکولو په غبرګون کې له مولوى  نورالله سره  نانندري ووهلي او وروسته يې دتومانچي په ډزو سره وواژه.

دسيمې ديوتن اوسيدونکى اکاخان دڅرگندونوله مخې  له هغه وروسته چې مولوى نورالله په دوه لينه  ولسوالۍ کې دوسله والو طالبانو دتش په نامه ولسوال په توګه ټاکل شوى دى تل يې دخلکو په ځورولو لاس پوري کړي دي.

درارسيدلو خبرونو له مخې مولوى نورالله څوڅوځلي ددغي ولسوالۍ له خلکوڅخه دزور له لاري عشر اوزکات ترلاسه کړي دي اوپه لسګونو تنه يې د ولت ته دکارکولو په دليل وژلي اويا يې وهلي او ډبولي دي

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته