سیاست

دجمهور رييس فرمان

کابل باختر د لړم لومړي:
دسترې محکمې دسرپرست  دټاکنې په باب  دافغانستان داسلامي جمهوريت دجمهور رييس ډاکتر محمد اشرف غني احمدزي فرمان .
دافغانستان داساسي قانون  د٦٤مادې  د ١٢ فقرې  له حکم سره سم او دهيواد دقضايه قوې  دچارو دښه والي په مقصد دافغانستان داسلامي جمهوريت  دسترې محکمې  دسرپرست په توګه  دعبدالرشيد راشد موظف کول  منظوروم .
دلوى خداى ( ج )  له دربار څخه دهيواد په قضايه  قوه کې  دخدمت اودقضايي عدالت  دتامينولو په لاره کې  دده دلازياتو برياليتوبونو هيله  کوم .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته