سیاست

ملي امنیت سلاکار د ملګرو ملتونو په عمومي ناسته کې د ګډون لپاره نیویارک ته روان شو

کابل /دتلې ٧مه /باختر
د افغانستان د ملي امنیت سلاکار ډاکټر حمدالله محب د ملګرو ملتونو په ۷۴مه عمومي ناسته کې د ګډون په موخه نن نیویارک ته روان شو. نوموړی به سبا د افغان دولت په استازيتوب په دې ناسته کې وینا وکړي.
د ملي امنیت سلاکاردفترباخترآژانس ته خبرورکړ.
محب به په دې وینا کې د افغانستان په اوسنۍ اوضاع، ولسمشریزو ټاکنو، سولې او ګڼو نورو موضوعاتو رڼا واچوي. ددې ترڅنګ په پام کې ده، چې ملي امنیت سلاکار د ملګرو ملتونو له سرمنشي انتونیو ګوتریز سره هم وګوري. په دې کتنه کې به له افغانستان سره د ملګرو ملتونو پر همکاریو تمرکز وشي او دا، چې زموږ هېواد له دې همکاریو سره پر یوه ښه لوري روان دی او باید دوام ومومي.
ښاغلی محب به ددې ترڅنګ د سولې په اړه د افغان دولت او ولس دریځ هم روښانه کړي او له نړیوالو به وغواړي، چې په دې لړ کې د افغانانو پر مالکیت او د هغوی پر مشرۍ پروسې ملاتړ او حمایت وکړي.
نوموړی به ددې سفر په بهير کې همدارنګه په یو شمېر ټولنو او مرکزونو کې ویناوې هم ولري.
ختم- فضل واحد

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته