ټولنه

په زابل کې د یو کیلو متر سړک د جوړلو چارې پیل شوې

قلات باختر د لیندۍ ۵ مه
د زابل ولايت په شاجوی ولسوالۍ کې د کلیو د بیا جوړولو او پراختیا وزارت له خوا د ۵۵۳ زره امریکايي ډالرو په لګښت یو کیلو متر سړک رغول کېږي.
د والي ویاند ګل اسلام سیال د باختر اژانس سیمه ېیز خبریال ته وویل چې دغه سړک په پاخه او اساسي ډول جوړیږي چې په رغیدو سره به یې د سیمې د اوسیدونکو ګڼې  ستونزې حل شي.
پای/وصال

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته