امنیت

طالبانو لس ماين پاکوونکي ووژل

کابل / د غبرګولي١٩مه / باختر
وسله والو طالبانو تېره شپه په مرکزي بغلان کې د هيلوترست موسسې پر يو کمپ په بريد سره ١٠ ماين پاکوونکي ووژل.
د کورنيو چارو وزارت نن د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي دي چې ياده پېښه تېره شپه شاوخوا ١٠بجې د مرکزي بغلان ولسوالۍ په شيخ جلال سيمه کې شوې ده.
دغه وسله وال کسان چې د کورنيو چارو وزارت د طالبانو په ډلې پورې اړوند بولي ياد کمپ ته ننوتي چې د ١٠ ماين پاکوونکو په شهيدانولو سربيره ١٤ نور ماين يې ټپيان کړل.
وسله والو طالبانو تراوسه پورې په دې اړه څه نه دي ويلي .
پاى \ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته