امنیت

په ننګرهار کې د دوو قوماندانانو په ګډون ٧ داعشيان ووژل شول

کابل/ باختر/ د چنګاښ ١٠مه
د ننګرهار د اچین ولسوالۍ په څنګینې خوله، مینه او مرخڼۍ کلیوکې د دوو قوماندانانو په ګډون ٧ داعشيان وژل شوي دي.
چارواکي وايي چې د ملي امنیت ځانګړو ځواکونو تېره شپه د اچین ولسوالۍ په مربوطاتو کې عملیات ترسره کړل.
د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼي د باختر آژانس سیمه یيز خبریال ته وویل چې په عملیاتو کې د دوو قوماندانانو په ګډون ٧ داعشیان وژل شوي دي.
سرچینه زیاتوي چې په وژل شویوکې قوماندان لونګین اورکزی او هجران باجوړی هم شامل دي او د هغوی درې مرکزونه هم ویجاړ شوي دي.
پای/وصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته