امنیت

يو پوليس په نيمروز کې شهيد شو .

کابل باختر دزمري  دولسمه :
دنيمروز ولايت دامنيې قوماندانۍ يو پوليس  دناپيژاندو وسله والو کسانو له خوا په ډزو سره ووژل شو .
دنيمروز ولايت دملي امنيت يوه خبرځاى دباختراژانس خبريال ته وويل دغه پيښه نن سهار دزرنج ښار ته څيرمه هغه وخت رامنځته شوه چې دنيمروز ولايت دامنيې قوماندنۍ يو منسوب کله چې خپل کور ته روان و دناپيژاندو  وسله والو کسانوله خوا پرې ډزې وشوې او شهيد کړى شو .
يوه اړونده  خبرځاى وويل دقضيې عاملين  تښتيدلي او دهغو د پيژندنو اونيولو لپاره دپلټنې عمليات پيل شوې دي .
د نيمروز ولايت امنيه قوماندانۍ  تاييد کړه چې ددغې قوماندانۍ يو منسوب دناپيژاندو  وسله والو کسانو له خوا شهيد کړى شوى دى .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته