امنیت

دافغانستان په ختيځ کې دطالبانو دډلې ديوه قوماندان او دڅوارلسو تنو غړو وژل کيدل .

کابل باختر دثور شپږ ويشتمه :
دافغانستان په ختيځ پکتيکا ولايت کې دناتو دجنګي الوتکو دبريد له امله دوسله والو طالبانو دډلې يو جګپوړي قوماندان ددغې ډلې له څوارلسو تنو غړو سره ووژل شو .
په طالب جان مشهور په قوماندان رحمت الله پرون ناوخته دپکتيکا ولايت په سرروضې ولسوالۍ کې هغه وخت دناتو دجنګي الوتکو له خوا بريد وشو چې غوښتل يې له خپلو افرادو سره دامنيتي ځواکونو په ځينو قرارګاو بريدونه وکړي .
دپکتيکا دوالي ويندوي مخلص افغان دباختراژانس خبريال ته وويل چې په دې هوايي بريد کې په طالب جان مشهور دطالبانو دډلې يو قوماندان رحمت الله ددغې ډلې له څوارلسو تنو غړو سره يې ووژل شو.
  افغان وايي چې په دې هوايي بريد کې ملګي وګړو ته زيان نه دى اوښتى .
دپکتيکا دوالي ويندوى تاييدوي چې وژل شويو طالبانو دامنيتي ځواکونو په ځينو قرارګاه و دبريد نيت درلود .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته