ټولنه

په لوګر کې د ترافيکي پېښې له امله درې تنه ووژل شول

کابل باختر د مرغومي نهمه په لوګر ولايت کې پرون د يوې ترافيکي پېښې له امله درې تنه ووژل شول. د لوګر د امنيې قوماندانۍ وياند شاهپور احمدزي د باختر آژانس خبريال ته وويل چې دغه کسان له هغه وروسته ووژل شول چې د لوګر ولايت په مرکز پورې اړوند التمور سيمه کې يو کرولا موټر له هايلکس موټر سره ټګر وکړ . احمدزي زياته کړه چې په دې پېښه کې درې تنه نور ټپيان شول او د روغتون مسوولينو د ټپيانو روغتيايي حالت د انديښنې وړ وباله. دوه اوونۍ مخکې هم د لوګر ولايت په مرکزکې د يوې ترافيکي پېښې له امله يو ملکي وګړی ووژل شو او شپږ تنه نور ملکي وګړي ټپيان شول. ختم_ سعيده _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته