نړۍ

دامريکا او جنوبي کوريا ګډ تمرينونه .

په روسيه کې دشمالي کوريا سفير کيم ين جه پرون وويل دشمالي کوريا حکومت باور لري چې دامريکا او دجنوبي کوريا ګډ تمرينونه په شمالي کوريا داټومي بريد په لاره کې دتياري په مانا ده .
ددغه سفير دڅرګندونو له مخې، موږ دغه شان تمرينونه دښمني او خطرناک بولو،ځکه هغوى له پيل څخه ترپاى پوري له شمالي کوريا سره داټومي جګړي لپاره دتياري  په توګه دي چې ددفاعي  تمرينونو تر پوښښ لاندي ترسره کيږي .
ددغه شان تمرينونو هدف دشمالي کوريا نيول دي .
په روسيه کې دشمالي کوريا دسفير دڅرګندونو له مخې ، ددفاعي تمرين په توګه ددغه پوځي مشق نومول يوتش خيال دى .
  دجنوبي کوريا حکومت پخوا په واروار  اعلام کړى و چې دامريکا او جنوبي کوريا تمرينونه به دمهال ويش له مخې ترسره شي . دغه تمرينونه بايد دروانې ميلادي مياشتي په وروستيو کې ترسره شي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته