امنیت

درې طالبان په غور کې ووژل شول

کابل / د وږي ۳۱ / باختر
د وسله والو طالبانو په چادودېدونکو توکو ډک يو موټر تېر ماښام په فېروز کوه ښار پورې اړوند ګرک سيمه کې وچاودېد چې په پايله کې يې درې وسله وال طالبان ووژل شول.
د غور د پوليسو وياند عبدالمعروف رامش باختر آژانس ته وويل چې په ياد موټر کې چاودېدونکي توکي بار شوي و او پر هغه ماين برابر شو چې طالبانو په سړک کې ځاى پرځاى کړى و.
هغه وویل: په  دې چاودنه کې درې وسله وال طالبان ووژل شول او دوه نور یې ټپیان شول.
پای/ شکریه

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته