امنیت

٢٤ تنه ډار اچوونکي ووژل شول او ٢١ تنه نور ټپيان شول .

کابل باختر دزمري دولسمه : دهېواد په بېلابېلو سيمو کې دامنيتي ځواکونو په ګډو عملياتو کې پرون ٢٤ تنه ډار اچوونکي ووژل شول او ٢١ تنه نور ټپيان شول . دملي دفاع وزارت مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبرورکړ. دغه عمليات دننګرهار ،کونړ ، غزني ، پکتيکا ، پکتيا ، روزګان ، فراه ، فارياب ، کندز ، نيمروز او دهلمند دولايتونو په مربوطاتو کې ترسره شول . دغه راز په تيرو ٢٤ ساعتو کې ٢٥ ماينونه چې دافغانستان ددښمنانو له خوا دهېواد په بېلابېلو سيموکې ښخ کړى شوي و کشف او شنډ کړاى شوي او ددښمن په ځالو هوايي ګوزارونه شوي دي . ختم_ عطاالله – اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته