امنیت

درې تنه تروريستان ونيول شول

کابل باختر دغبرګولي دمياشتې ١٣ :
درې تنه تروريستان دملي امنيت  دلوى رياست  دمنسوبينو له خوا په قندهار کې ونيول شول.
باخترآژانس دملي امنيت دلوى رياست دمنسوبينو له خولې خبر ورکړ:
دغه تروريستان چې  رحمت الله ، بخت الله او عبدالغفار نوميږي ددولتي ضد فعاليتونو ، ماين ښخولو  او تروريستانو ډلو ته دچاوديدونکو توکو درسولو په تور نيول شوي دي.
هغوى په لومړنيو پوښتنو او تحقيقاتو کې  په څو تروريستي پيښو اعتراف کړى دى .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته