فرهنګ

د خوست عامه کتابتون نور هم بډای کېږي

 کابل/ د وږي ۱۰مه / باختر
د خوست د اطلاعاتو او فرهنګ رییس محمد انور ذاهد وايي چې هڅې یې پيل کړې دې چې د دغه ولایت عامه کتابتون نور هم بډای کړي.
د باختر آژانس د سیمه ييز خبریال د خبر له مخې؛ د اطلاعاتو او فرهنګ رییس دغه څرګندونې نن د خوست عامه کتابتون ته د ۲۰۰ کتابونو د سپارلو پر مهال وکړې.
د خوست عامه کتابتون دا مهال لسګونه زره کتابونه لري چې زده کوونکي، زده کړیالان، ځوانان او د مطالعې مینه وال کولای شي په وړیا ډول یې ترلاسه کړي.
پای/وصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته