کابل باختر د ثور اتمه :
دهرات دپوليسو له خوا يوسړى دنشه يي توکو دپرچون پلورنې په تور ونيول شو
دغه سړى چې دکهسان ولسوالۍ اصلي اوسيدونکي او دهرات ښار اوسنى اوسيدونکى دى دپوليسو له خوا دنشه يي توکو پرچون پلورنې په تور دهرات ښار داوومې ناحيې په مربوطاتو کې ونيول شو .
له نيول شوي سړي څخه په لسګونو پوړۍ اپين ډوله نشه يي توکي اويوه اندازه هيروئين ، ښيښه او چرس چې دپوړۍ په ډول پلورنې ته چمتو کړي و ترلاسه شوي دي .
ختم_ عطاالله_ اکرم
0 د یوې دقیقې څخه لږ