نړۍ

د روهنيګيايانوله مهاجرتي بحران سره دمرستې لپاره٤٣٠ ميليونه ډالره بيل کړي دي

نيويارک ايرنا  باخترلړم دمياشتې ٢ نيټه  :
د اروپا د اتحاديې په کوربه توب په يوه بيړنۍ غونډه کې٤٣٠ ميليونه ډالره  د روهينګيا د پناه غوښتوونکو له بحران سره د مقابلې لپاره بيل کړل شول.
باختر آژانس د ايرنا له خولې خبر راکړ:
د ملګرو ملتو د سازمان د سرمنشي فرهان حق د دوشنبې په ورځ په يوه خبري کنفرانس کې خبريالانو ته وويل: د روهنيګيايي مسلمانو پناه غوښتوونکو د بحران تيښتې سره د انسان دوستانه مرستود همغږۍ  د دفتر، د پناه غوښتوونکو د ادارې او د ملګرو ملتونو د سازمان د مهاجرت د ادارې چارواکو په يوه بيړنۍ غونډه کې د دغه بحران اړخونه او له هغه سره د مقابلې لارې چارې وڅيړي .
په دې غونډه کې چې د فرهان حق په خبره د اروپايي اتحاديې او د کويټ د حکومت په کورپه توب جوړه شوه، د دغه سازمان د بيړنيو مرستو رسولو
مسوول مارک لوکاک د رهنيګيايي مسلمانو پناه غوښتوونکو بحران  بې سارى
وباله چې سملاسي او هر اړخيز ځواب ته اړتيا لري.
د ملګرو ملتو د سازمان د وروستيو شمېرنې له مخې، د هغو مسلمانانو شمېر چې په وروستيو دوو مياشتوکې د ميانمار له راخين ولايت څخه بنګله ديش ته کډه شوي دي، له  ٦٠٠ زرو تنو څخه اوښتى دى.
د ملګرو ملتو د سازمان د سرمنشي وياند زياته کړه چې دغه بنسټونه د دغې بيړنۍ غونډې په پاى کې له دغو پناه غوښتوونکو څخه د مرستې لپاره د ٤٣٠ ميليونه ډالري بودجې پر سر موافقې ته ورسيد.
پاى ف ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته