کابل باختر د وري يو ويشتمه :
په لغمان ولايت کې په سلګونو کروندګروته دکار وسايل وويشل شول .
دغه مرسته داکتيد دغير حکومتي بنسټ له لوري او دکرنې اوبولګولو او مالدارى وزارت له لارې شوې ده .
په دې پړاو کې په سلګونو کروندګروته ددرمل شيندنې دستګاوې او تريشلونه ويشل شوي دي .
دلغمان ولايت دکرنې اوبولګولو او مالداري رييس محمدجميل خوشحال باختراژانس ته وويل دوى هڅه کوي چې دکرکيلې دوسايلو او توکو په ويش سره په دغه ختيځ په ولايت کې دکرکيلې سمسورتيازياته کړي .
کروندګرو په لغمان کې دکرکيلې دسمون لپاره ددغو مرستو هرکلى وکړ .
ختم_ ف _ اکرم