امنیت

پنځه تنه وسله وال طالبان په جوزجان کې د سولې له پروګرام سره يوځاى شول

کابل – باختر د غبرګولي دمياشتې ٨
پنځه تنه وسله وال طالبان پرون د جوزجان ولايت په آقچې ولسوالۍ کې د سولې له بهير سره يوځاى شول.
د جوزجان ولايت امنيه قوماندان بريد جنرال رحمت الله ترکستاني د باختر آژانس خبريال ته وويل: يوه پنځه کسيزه ډله وسله وال طالبان له خپلو وسلو سره په آقچې ولسوالۍ کې د سولې له بهير سره يوځاى شول .
د يوبل خبرله مخې: د جوزجان ولايت امنيتي ځواکونو په دغې ولسوالۍ کې د امنيتي ځواکونو د کاروانونو د لارې پرسر دوه ښخ کړى شوي ماينونه کشف کړل او د انجنيرى د ټيم له خوا شنډ کړى شول.
د جوزجان ولايت امنيه قوماندان د دغه ولايت له خلکو څخه وغوښتل چې د د مشکوکوکسانو په کتنې سره دې له دوى سره همکاري وکړي او د چاودنو د مخنيوي په لاره کې چې په دغه ولايت کې به د ملکي وګړو د وژنې سبب شي؛ له دوى سره مرسته وکړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته