سیاست

د ننګرهار والي د پاکستان له نوي قونسل سره وکتل

جلال اباد باختر د لړم  ۲۱ مه
د ننګرهار والي حيات الله حيات نن د خپل کار په دفتر کې په داسې حال کې چې د بهرنيو چارو رياست مسوولينو هم شتون درلود، په دغه ولايت کې د پاکستان له نوي قونسل عابدالله سره وکتل.
د باختر اژانس د سیمه  ېیز خبریال د خبر له  مخې؛
په دې  کتنه کې د ننګرهار والي  حیات الله حیات د پاکستان نوي قونسل ته د چارو د پيل کېدو له امله مبارکي وویله او د ديپلوماټيکو اړيکو له مخې يې د هر ډول همکارۍ او همغږۍ ژمنه وکړه.
حیات دغه راز د قونسلګرۍ له لوري د زياتو ويزو د ورکړې او قونسلګرۍ کې د کار کوونکو د زياتوالي، کلتوري، ښوونیزو، روغتيايي او نورو برخوکې د اړيکو په پياوړتيا ټينګار وکړ.
د پاکستان نوي قونسل عابدالله هم ژمنه وکړه چې په ټول توان سره به د خپلو همکارانو او ولايتي ادارې په مرسته د ننګرهار او اړونده ولايتونو خلکو ته اسانتیاوې برابرې او د ديپلوماتيکو اړيکو د ښه والي په برخه کې به هم کار وکړي.
پای/وصال

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته