امنیت

په بدخشان کې دوه تنه وسله وال طالبان امنيتي ځواکونو ته تسليم شول

کابل – باختر دکب دمياشتې ٢٤
دوه تنه وسله وال طالبان پرون د بدخشان ولايت په جرم ولسوالۍ کې امنيتي ځواکونو ته تسليم شول.
د ٢٠٩ شاهين قول اردو د قوماندانۍ مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ: د حطب الله او عاشور محمد په نومونو دوه تنه وسله وال طالبان له يوه کلاشينکوف سره د بدخشان ولايت په جرم ولسوالۍ کې امنيتي ځواکونو ته تسليم شوي دي.
دغه راز امنيتي ځواکونو يو ماين له چاودنې مخکې د فارياب ولايت د غورماچ ولسوالۍ په مربوطاتوکې کشف او شنډ کړل.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته