روغتیا

د عامې روغتيا وزير له کرونا ويروس سره د مبارزې لپاره د نړۍ د روغتيايي سازمان له پلاوي سره خبرې وکړې

کابل / د غويي لومړۍ / باختر
د عامې روغتيا وزير ډاکټر فېروز الدين فېروز په افغانستان کې د نړۍ د روغتيايي سازمان له استازي سره په کتنه کې په هېواد کې له کرونا ويروس سره د مبارزې په برخه کې د دغه وزارت د اړتياوو په اړوند خبرې وکړې.
د باختر آژانس د خبر له مخې؛ په دې غونډه کې ډاکټر فېروز په هېواد کې له کرونا ويروس سره د مبارزې لپاره د عامې روغتيا وزارت د اړتياوې او چلنجونه د نړۍ د روغتيايي سازمان له استازي سره مطرح کړل او د دغه بنسټ د زياتو همکاريو  غوښتنه يې وکړه.
دغه راز په افغانستان کې د نړۍ د روغتيايي سازمان استازي په افغانستان کې له کرونا ويروس سره د مبارزې لپاره د دغه سازمان د همکاريو ډاډ ورکړ او ويې ويل چې ټاکل شوې ده د دغه سازمان د مرستو پنځه زره RNA Extraction کېټونه افغانستان ته ورسېږي.
هغه زياته کړه چې هلې ځلې کوي د آغاخان بنسټ په همغږۍ په بدخشان، هلمند او باميانو کې د کرونا ويروس د تشخيص زمينه برابره کړي. 
ختم – ج – اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته