خبرونهاقتصاد

د هرات والي زراعتي محصولاتو ته په بازارموندنې ټينګاروکړ

٤٧- کابل /د مرغومي ١٤مه /باختر
د هرات والي د زعفرانو په ګډون زراعتي محصولاتو ته د ملي او سيمه ييزو بازارونو ساتنې ته د پاملرنې غوښتنه وکړه .
د هرات والي سيد عبدالوحيدزاهد قتالي له نشه يي توکوسره په مبارزه کې د رسنيو د رول په يو ورځني کنفرانس کې وويل سره له دې چې د زراعتي محصولاتو ښه وده لري بايد د هېواد او سيمې په کچه د خپل د زعفرانومارکيټ وساتو .
د هرات والي له نشه يي توکوسره په مبارزه او پوهاوي ورکولوکې د رسنيو د همکارۍ قدرداني وکړه او د دغوهمکاريو پايله يې په ټولنه کې له کوکنارو د کرکې د حس پياوړتيا وباله .
د ولايتي شورا غړې سکينې حسيني هم له رسنيو وغوښتل چې د پوهاوي ورکولو په برخه کې زياتې هلې ځلې وکړي .
له نشه يي توکو سره په مبارزه کې د رسنيو د رول يو ورځني کنفرانس د امريکا غږ راډيو له خوا په هرات کې جوړ شو .
ختم_ ج _ ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته