فرهنګ

ډاکتر کمال سادات داطلاعاتو اوفرهنګ په وزارت کې دپرمختيايي بودجې په همدفمند لګولو ټينګاروکړ

کابل  باختر د سلواغې د مياشتې ١٨ :
داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت سرپرست ډاکتر کمال سادات  ددغه  وزارت له رئيسانو او مسوولينو څخه وغوښتل چې دخپلې بودجې دمياشتني لګښت څرنګوالى وړاندې کړي.
دباخترآژانس دخبرله مخې :  ډاکتر کمال سادات  چې نن يې داطلاعاتو او فرهنګ وزارت  درئيسانو او مسوولينو په غونډه کې  خبرې کولې ټينګار وکړ چې داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت اداري واحدونه  دې بايد دخپلو بودجوي  لګښتونو اودخپلو پرمختيايي پروګرامونو دتطبيق  دڅرنګوالي په باب  رپوټ ورکړي  چې ددوى  درپوټونو په رڼا کې  داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت بشپړ رپوټ  دماليې وزارت  ته  برابر شي .
ډاکتر کمال سادات وويل   چې دبودجې  اودپرمختيايي پروګرامونو په تطبيق کې بې پروايي  دزغم وړ نه دى .
ده  په دقيق او هدفمند کار ټينګار وکړ.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته