اقتصاد

دبلخ مستوفيت عوايد زيات شوى دى .

کابل باختر د مرغومي دولسمه :
دبلخ ولايت دمستوفيت عوايد دتيرکال په پرتله په سلو کې ديارلس زيات شوى دى .
دبلخ ولايت مستوفي  سيد اکبر سروري دباختراژانس له خبريال سره  په يوه ځانګړي مرکه کې وويل چې دماليې وزارت له خوا ورکړ شوى پلان دوه مليارده  ٣٠٠ مليونه افغانۍ وه خو دبلخ ولايت دمستوفيت دکارکوونکودهلوځلو په نتيجه کې  له پلان څخه  ٣٠٠ مليونه افغانۍ زياتې راټولې کړي دي چې دتيرکال په پرتله په سلو کې ١٣ زياتوالي ښيي .
ده زياته کړه چې په تير مالي کال کې دغې ادارې وکولاى شول ديوشمير دولتي ادارو دزياتو لګښتونومخه ونيسي چې ددولت په بودجه کې څه دپاسه شل مليونه افغانۍ سپما  شوې وه .
دبلخ ولايت مستوفي دغه راز وويل چې دغه اداره له پخوا څخه زيات دفساد دله منځه وړلو او په مستوفيت  کې دکارکوونو دنيمګړتياوو په له منځه وړلو سره هلې ځلې وکړې او ماليه ورکوونکي يې دماليې ورکولو ته وهڅول .
  ختم_ ج _ اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته