امنیت

درې تنه د طالبانو له منګولو څخه وژغورل شول

کابل/ د کب ٢۴مه/ باختر
د بغلان د ملي امنيت رياست منسوبينو تېره شپه درې تنه د طالبانو له منګولو څخه وژغورل.
د باختر آژانس د خبرله مخې؛ د بغلان د ملي امنیت ریاست د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي دي چې د دغه ریاست منسوبينو په عملیاتو کې دوه ملکي وګړي او د عملیاتي قطعې یو سرتېری په ډنډغوري ساحه کې د وسله والو طالبانو له منګولوڅخه وژغورل.
په خبرپاڼه کې ويل شوي دي چې وسله والو طالبانو دغه دوه ملکیان څه موده وړاندې هغه وخت وتښتول چې سرتېرو ته يې خوراکي توکي لېږدول.
ختم/ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته