روغتیا

دسمنګانو دقابلګۍ اونرسنګ له څانګې څخه ٤١ تنه نجونې فارغې شوې

ايبک   باختر دغويي دمياشتې  ٢٩ :
په سمنګانو ولايت کې دقابلګۍ اونرسنګ له څانګې څخه  ٤١ تنه نجونې پرون فارغې شوې  .
دباخترآژانس دخبرله مخې ؛  دغه نجونې چې دسويډن  کميټې په مالي مرسته په سمنګانو کې  دنرسنګ اوقابلګۍ په څانګو کې  زده کړې کړې وې ټولنې ته وړاندې شوې  .
په هغې غونډه کې  چې له همدې امله دايبکو ښار دقصر الماس په هوټل کې  جوړه شوې وه په سمنګانو کې  دسويډن  کميټې دروغتيايي برخې مسوول ډاکتر محمدشريف  شريفي وويل: په دغو فارغانو کې  ٤١ نجونې شاملې دي چې  ٢١ تنه يې دقابلګۍ په مسلک کې او  ٢٠ تنه نور يې دنرسنګ په مسلک کې له زده کړې وروسته فارغې شوې .
ده زياته کړه: دفارغانو ددغه پړاو ټول لګښت اووه سوه اته ديرش زره ډالره کيږي چې دسويډن کميټې له لارې ورکړ شوي دي .
په همدې حال  کې دسمنګانو ولايت دعامې روغتيا رئيس ډاکتر عبدالحميد وويل ؛ ددغو  نرسانو  او قابلو فراغت په سمنګانو کې دښو خدمتونو دوړاندې کولو په موخه اغيزمن دى او دوى کولاى شي  دماشومانو او ميندو دمړينې د کچې په  کمښت کې    اساسي  رول ولري.
دسمنګانو ولايت دعامې روغتيا رئيس زياته کړه : همدا اوس په سمنګانو کې ٤٨ روغتيايي مرکزونه چې يو ولايتي  روغتون ، درې دولسواليو رو غتونونه  او  ٤٤  روغتيايي کلينيکونه دسمنګانو ولايت په مرکز  اوشپږ  ګونو ولسواليو کې فعاليت کوي اوپه دغو مرکزونو کې  دډاکترانو ، نرسانو اوقابلو په ګډون څه ناڅه درې سوه تنه مسلکي کارکوونکي دروغتيايي  خدمتونوپه وړاندې کولو بوخت دي.
دبر دره صوف ولسوالۍ دمرکز اوسيدونکې طاهرې  جعفري وويل  چې  له دوولسم ټولګي څخه   فارغه شوې وم اوپه دې پروګرام  کې شامله شوم چې په  ٢٨مياشتو کې مې دقابلګۍ مسلک عملي او نظري ډول زده کړ .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته