امنیت

د سولې نړيواله ورځ په جوزجان کې ونمانځل شوه

کابل/ د تلې لومړۍ / باختر
په جوزجان کې تېره شپه د (سولې غږ) ترنامه لاندې پروګرام په شعر او موسيقۍ سره جوړ شو.
د باختر آژانس د سيمه ييز خبريال د خبر له مخې؛ دغه پروګرام د اطلاعاتو او فرهنګ رياست په همکارۍ د يوشمېر دولتي ادارو او د مدني ټولنې د بنسټونو، مسوولينو، شاعرانو، ليکوالانو او د هنرمندانو په ګډون په شبرغان ښارکې ترسره شو.
د جوزجان د اطلاعاتو او فرهنګ رييس عظيم الله رحمانيار د سولې او جګړې د ناوړو پايلو او په دوحه کې د افغانانو ترمنځ د خبرو د ارزښت په اړوند خبرې وکړې او دوامدارې او اغېزمنې سولې ته د رسېدو په لاره کې يې د دغه شان غونډو جوړول ارزښتناک وبلل.
د دغه پروګرام برخه والو د دوحې د خبرو اترو په ملاتړ سره جګړې ته (نه) وويل او له ښکيلو لورو څخه يې د دايمي اوربند او د سولې د ټينګښت غوښتنه وکړه.
په پروګرام کې يوشمېر شاعرانو د سولې په اړوند خپل شعرونه ولوستل او سيمه ييزو هنرمندانو کنسرت اجرا کړ.
د غونډې په پاى کې د جوزجان د اطلاعاتو او فرهنګ رياست يوشمېر فرهنګي شخصيتونو او د مدني ټولنې غړيو ته ستاينليکونه ورکړل.
ختم- ج-اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته