سیاست

دپاکستان صدراعظم دافغانستان جمهور رييس ته بلنه ورکړه چې داسلام اباد په غونډه کې ګډون وکړي .

اسلام اباد  باختر د ليندي دولسمه :
دپاکستان صدراعظم  په پاريس کې  داقليمي بدلنونو دغونډې تر څنګ  دافغانستان له جمهور رييس  محمد اشرف غني سره له کتنې  وروسته ديوې وينا په صادرولو سره  ټينګار وکړ چې له کابل سره اړيکو ته فوق العاده ارزښت ورکوو او دې ته سترګې په لاره يو چې دافغانستان دمسئلو په محوريت سره داسيا د زړه  داستانبول دبهير  په کنفرانس کې  دګډون لپاره په اسلام اباد کې دافغانستان جمهور رييس  محمد اشرف غني  ته هرکلى ووايو .
  باختراژانس  دايرنا دخولې خبر راکړ  په دې وينا کې ويل شوي دي چې په پاريس کې له محمد اشرف غني سره په کتنه کې ددواړو هيوادونو  دعلاقې وړ  بيلابيلو موضوعګانو  په باب ، دافغانستان دسولې دخبرو دبهير په محوريت سره   دکابل ددولت او دافغانستان ددولت د وسله والو مخالفينو ترمنځ دسولې دخبرو  د بهير په باب خبرې اترې وشوې .
  نوازشريف  په خپلې وينا کې ويلي دي چې اسلام اباد ته دافغانستان  دجمهور رييس محمد اشرف غني سفر او داسيا دزړه داستانبول  د بهير په کنفرانس کې  دهغه ګډون ته سترګې  په لاره يو .
  ټاکل شوې ده  پاکستان تر راتلوونکو اوو ورځو پورې  دافغانستان  د مسئلو له حل کولو  سره دمرستې  په محوريت  سره ددغه بهير  دغړو سيمه ئيزو هيوادونوپه ګډون داسيا دزړه  داستانبول دبهير دکنفرانس تر عنوان لاندې دبهرنيو چارو دوزيرانو په کچه ديو مهم کنفرانس  کوربه وي .
په دې کنفرانس کې  به دايران داسلامي جمهوريت يو هيئت هم ګډون  وکړي خو ددغه هيئت کچه لاتراوسه پورې  نه ده مشخصه شوې .
دپاکستان زياترو رسينو  سرله اوسه ددغه هيواد دصدراعظم  وينا اسلام  اباد ته دافغانستان دجمهور رييس  محمد اشرف غني دسفر دغوڅوالي په مانا تعبير کړې ده . 
محمد نوازشريف  په خپلې وينا کې ټينګار کړى دى: عقيده لرو چې تروريزم اوبنسټپالنه دپاکستان او افغانستان ګډ دښمن دى .
دغه راز باور لرو هغه تروريستان چې دافغانستان سوله ګواښوي  دپاکستان دوستان نه دي  او هغه کسان هم چې دپاکستان له سولې او ټيکاوسره لوبې  کوي له افغانستان سره هيڅ دوستانه نسبت  نه لري .
نوازشريف په خپلې وينا کې دې ته په اشارې سره چې په افغانستان کې په بې ثباتي  دبرياليتوب لپاره دپوځي چلند او دسولې دخبرو  دترسره کولو په ګډون په کلى  توګه دوه لارې  شتون لري،  ويلي دي: پاکستان عقيده لري  چې يواځې له زور او له پوځي عملياتو څخه کار اخستل نه شي کولاى د افغانستان لپاره سوله په سوغات راوړي .  دسولې دخبرو ترسره کول مانا لرونکي او جدي دى چې کولاى شي په افغانستان کې دهميشنۍ سولې دتامينولو لپاره  څو برابره اغيزمن وي
دپاکستان دصدراعظم دوينا په يوه بله  برخه کې ويل شوي دي عقيده لرو امريکا اوچين لکه څنګه چې داسلام اباد په کوربه توب دافغانستان دطالبانو او دکابل ددولت دخبرو په لومړي پړاو کې برخه لرله، دافغانستان دسولې دبهير اغيزمن لوبغاړي دي .
په دې ترڅ کې چې پاکستان دافغانستان دسولې له خبرو سره دمرستې په تګلوري کې دنورو دوستو هيوادونو او قدرتونو دهر راز هڅو او ملاتړ هرکلى کوي امريکا په اوسنيو شرايطو کې خپلې ګټې دافغانستان دسولې دخبرو په ترسره کولو او په دغه هيواد کې دثبات په ټينګښت کې ويني .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته